ایکنا - د سعودي عربستان د اسلامي چارو، تبلیغ او ارشاد وزارت د دوحې د څلور دیرشم نړیوال کتاب نندارتون لیدونکو ته ۵ زره قرانونه ډالۍ کړل.
د خبر لمبر: 3491112 خپرونې تاریخ : 2025/05/14
حجةالاسلام ارباب سلیمانی
ایکنا - د ایران داسلامی جمهوریت د کلتور او داسلامی چارو د وزیر د قرآن او عترت د برخې مرستیال د قرآڼ د نندارتون ددوه دیرشم پړاؤ په پایزو د قرآن کریم د خادمانو د ستاینې او قدرونې په دستورو کې ووئيل؛ که له الهي رحمته لیرې یوو، نو په دې دلیل ده چې د قرآن د کتاب او لمانځه داقامې یوازې ظواهرو ته توجه کوو، په داسې حال کې چې ددغو دواړو مهمو اقامه یوازې ترسره کول ئې نه دي، او د قرآن تبلیغ او دودول هم له اقامې سره سمون خوري او د قرآن نندارتون په دوي پسې دی.
د خبر لمبر: 3490816 خپرونې تاریخ : 2025/03/18
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن نړیوال نندارتون دوه دیرشم پړاؤ، د کب د میاشتې له پنځلسمې نیټې څخه د ؛قرآن؛ د ژوند لاره ؛ په شعار سره پیل شوی او هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3490770 خپرونې تاریخ : 2025/03/09
د قرآن په نندارتون کې ترسره شول!
ایکنا-د امام خامنه اي قرآني لیدتوګې او د هغو نړیوالې پراختیا لارې چارې ؛نومې غونډې کې وینا والو، د حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي دسیاسی شخصیّت ترڅنګ د رهبرۍ د ستر مقام د قرآنی ځانګړنو بیانولو ته مخه کړه او د هیواد په داخل او بهرن کې ئې د دوي د قرآنی لیدتوګو د ارزونې په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490764 خپرونې تاریخ : 2025/03/09
ایکنا - د ایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د قرآن نمایشګاه باید مونږ د وحی د کلام له معجزناکو اړخونو سره آشنا کړي او مونږ دقرآن کریم له باطني او معرفتی اعجاز سره لا نزدې کړي.
د خبر لمبر: 3490750 خپرونې تاریخ : 2025/03/06
ایکنا – د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ مشر د کب د میاشتې له پنځلسمې نیټې د نندارتون د کار د پیلیدا خبر ورکړ او وې وئيل؛ په دغه پړاؤ کې ۱۵ حاکمیّتي اورګانونو او ادارو ، ۴۰ولسی موسیسو او ۱۵ هیوادونو په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
د خبر لمبر: 3490733 خپرونې تاریخ : 2025/03/04
ایکنا – د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دوه دیرشم پړاؤ د نړیوالې برخې مدیر ددې خبرې په کولو سره چې سږکال به دغه څانګه ډير ډولوالی ولري ، ووئيل؛ د اسلامی انقلاب د امامیّنو د قرآنی لیدتوګو بیانول او د مقاومت قرآنی منطق د نندارتون د نړیوالې څانګې په ځانګړي ایجنډا کې شامل دی.
د خبر لمبر: 3490727 خپرونې تاریخ : 2025/03/03
ایکنا - د ترکیې د حلال نړیوال نندار تون او سمینار ( Oic Halal Expo ۲۰۲۴ ) د لړم دمیاشتې له اومې تر لسمې پورې د استانبول په Ifm پوهنتوني مرکز کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3490045 خپرونې تاریخ : 2024/10/22
ایکنا – د مصر یو نابینا قاری محمد عبدالکریم عطیه د ملایشیا د قرآن د حفظ او تلاؤت په شپږشپیتمې سیالۍ کې د سیالیو په زړه پورې تلاؤت سره په هال کې پر موجودو ټولو کسانو اغیزې وشیندلې او ټولو ئې تود هرکلی وکړ او هغه ئې وستایۀ.
د خبر لمبر: 3489969 خپرونې تاریخ : 2024/10/08
ایکنا – د دولسمې هجری قمری پيړۍ سره اړونده یوه قرآنی نسخه د ۲۰۲۴ ریاض د کتاب په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه.
د خبر لمبر: 3489966 خپرونې تاریخ : 2024/10/08
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار د حضرت امام خمینی په عیدګاه کې په شتون سره ، دتهران دکتاب د پنځه دیرشم نړیوال نندارتون تر درو ساعتونو پورې کتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3489215 خپرونې تاریخ : 2024/05/13
ایکنا- د ایران د تهران د کتاب پنځه دیرشم نړیوال نندارتون د ؛ ولولوو او ورغوو؛ په شعار سره د غواي یا ثور د میاشتې په نولسمه نیټه دتهران د امام خمینی عیدګاه کې پيل شوبی او د غواي د میاشتې تر ۲۹نیټې پورې به دوام ولري ، چې د کتاب د لوستونکو او مینه والو له خوا ئې پراخ هرکلی شوی دی په تیره بیا د ماشومانو او کورنیو له خوائې ډيره ستاینه او تود هرکلی کیږي.
د خبر لمبر: 3489209 خپرونې تاریخ : 2024/05/12
ایکنا – د ملایشیا هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو څلورشپیتم پړاؤ ته د تحقیق د قرائت او د ټول قرآن دحفظ په دوو څانګوکې د ایران داسلامی جمهوریت د لیږونکو نامې اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3489106 خپرونې تاریخ : 2024/04/25
ایکنا- د قرآن د نړیوال نندارتون دهنري برخې مسئول ووئيل، ددغه پړاؤ له تجسمي برخې څخه هرکلی ډير پراخ ؤ،داسې چې څه دپاسه یو زر پنځه سوه آثارو په نندارتون کې د نندارې ته د وړاندې کیدو غوښته شوې وه چې له هغو څخه ۹۰اثار په نمایشګاه کې د شتون لپاره غوره شول.
د خبر لمبر: 3488933 خپرونې تاریخ : 2024/03/24
ایکنا- د قرآن کریم د نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ، د حضرت امام حسین علیه السلام د سپیڅلی حرم بیرغ په حسني عتبه سټال کې ولګول شو چې ددغه ځاي پرتم او معنوي فضا ئې نوره هم ولولناکه کړه.
د خبر لمبر: 3488925 خپرونې تاریخ : 2024/03/23
ایکنا-د ؛قرآنی ډيپلوماسۍ، اسلامی هویّت ؛ په شعار سره د قرآن کریم یو د یودیرشم نړیوال نندارتون نړیواله برخه له ۲۵هیوادونو څخه د(۳۴ بهرنیو میلمنو،هنرمندانو او قرآني شخصیّتونو) په شتون سره د وري یا فروردین دمیاشتې په لومړۍ نیټه پیل شوې او تر شپږمې نیټې پورې به دوام ولري.
د خبر لمبر: 3488924 خپرونې تاریخ : 2024/03/23
ایکنا- په تایلینډ هیواد کې د بنکاک کې د ایران دا سلامي جمهوریت د کلتوري خونې په ملګرتیا او د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزارت د یوه پلاوي په شتون سره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني هنري کلتوري محصولاتو او آثارو لومړنی نندارتون ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488676 خپرونې تاریخ : 2024/02/05
ایکنا-د الجزایر د اوقافو او دیني چارو وزیر یوسف بلمهدي په دغه هیواد کې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت دنړیوالو سیالیو په نولسم پړاؤ کې دڅه دپاسه ۴۰هیوادونو د استازو د ګډون خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3488670 خپرونې تاریخ : 2024/02/04
ایکنا- د قاهرې د کتاب په نندارتون کې د نابیناؤ ځانګړی سټال په داسې حال په دغه سټال کې د لویو ادیبانو او لیکوالانو ډيری ناؤلونه وړاندې کړي دي چې په دغه سټال کې په بریل خط د قرآني تفسیرونو ځاي خالي دی.
د خبر لمبر: 3488666 خپرونې تاریخ : 2024/02/03
ایکنا-(کویت) د الازهر اسلامی څیړنو مرز په هغه نندارتون کې د قرآن کریم یو شمیر کم پیداکیدونکي خطی نسخې د عامو خلکو نندارې ته وړاندې کړي دي ،چې د کویت د جایزې قرآن نړیوالو سیالیو په څنډې کې ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3488251 خپرونې تاریخ : 2023/11/11